د لغمان ولایت خلکو د اسرائیلو ظلمونه وغندل، نور حال دلته لرو
زموږ خبریال راپور راکړی، د لغمان ولایت سلګونه اوسېدونکو د یوې سترې غونډې پر مهال د اسرائیلو بیرغ وسوزاوه
د غونډې برخه والو پر غزه د اسرائیلو د ځمکنیو اوهوایي بریدونو د ژر بندېدو غوښتنه وکړه.
د لغمان ولایت اړوند قرغه یي ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو په یوه ستره غونډه کې په داسې حال کې چې د اسرائیلو، یهودانو او امریکا پر خلاف یې شعارونه ورکول او د فلسطین بیرغ یې پورته کړی وو، د اسرائیلو بیرغ ته اور ورته کړ.
د دې سترې غونډې برخه والو پر فلسطیني مسلمانانو د اسرائیلي صهیونیسټي رژیم د ناروا ظلمونو او تیریو د بندېدو غوښتنه وکړه او د نړۍ پر مسلمانانو یې غږ وکړ، چې د فلسطینیانو ترڅنګ ودرېږي.
د غونډې څو نورو برخه والو بیا د بشري حقونو پر ملاتړو ادارو نیوکه وکړه، چې په غزه کې یې پر بشري ناورین او ټول وژنه سترګې پټې کړي دي.
دوی همدارنګه پر عربي مسلمانو هېوادونو هم نیوکه وکړه چې په ګاونډ کې پر مسلمانانو اور بل دی، خو دوی یې ننداره کوي.
پر غزه د اسرایلو د وحشیانه بمباریو او ځمکني تیري له یوې میاشتې زیاته موده تیرېږي، چې پکې د ښځو اوماشومانو په ګډون زرګونه فلسطیني مسلمان په شهادت رسېدلي دي.