د افغانستان د امنیتي پلان د پراختیا غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141994-د_افغانستان_د_امنیتي_پلان_د_پراختیا_غونډه
د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو ګډه غونډه د راتلونکي کال لپاره د دې هېواد د امنیتي پلان د جوړولو په موخه جوړه شوه.
(last modified 2023-11-23T06:30:03+00:00 )
Nov 23, 2023 10:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان د امنیتي پلان د پراختیا غونډه

د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو ګډه غونډه د راتلونکي کال لپاره د دې هېواد د امنیتي پلان د جوړولو په موخه جوړه شوه.

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د راتلونکي (۱۴۰۳ شمسي) کال لپاره د ګډ امنیتي پلان د جوړولو په موخه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د لومړۍ ګډې غونډې د جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، د دغه پلان تطبیق به په ټول هېواد کې د لا زیات امنیت د تامین لامل شي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د لا ښه امنيت د تامين او د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا په موخه د ګډې امنيتي غونډې جوړېدل ضروري دي.

د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې؛ په تېرو دوو کالونو کې چې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، دا په کابل کې د دولتي بنسټونو لومړۍ ګډه غونډه ده.

تر دې مخکې د طالبانو ویاندویانو په وار وار ټینګار کړی و، چې هېڅ ډلې یا هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان امنیت ګډ وډ کړي او یا د دغه هېواد خاوره د بل پر ضد وکاروي.