د هرات د امنیتي خبرو اترو ۱۱یولسمه غونډه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142226-د_هرات_د_امنیتي_خبرو_اترو_۱۱یولسمه_غونډه_پیل_شوه
په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت، ګواښونو، ننګونو، محدودیتونو او توجیهاتو، د جنسیتي تبعیض په ګډون د بهرنیو هېوادونو د رول او د دغه هېواد له خلکو سره د هغوی د بشري مرستو په اړه خبرې وشي. په دې غونډه کې د طالبانو استازي هم رابلل شوي وو، خو د دې اقدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.
(last modified 2023-11-27T06:46:44+00:00 )
Nov 27, 2023 11:15 Asia/Kabul
  • د هرات د امنیتي خبرو اترو ۱۱یولسمه  غونډه  پیل شوه

په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت، ګواښونو، ننګونو، محدودیتونو او توجیهاتو، د جنسیتي تبعیض په ګډون د بهرنیو هېوادونو د رول او د دغه هېواد له خلکو سره د هغوی د بشري مرستو په اړه خبرې وشي. په دې غونډه کې د طالبانو استازي هم رابلل شوي وو، خو د دې اقدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

د هرات د امنیتي خبرواترو ۱۱ مه غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د سیاسي شخصیتونو، د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په شتون کې پیل شوه.

په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت، ګواښونو، ننګونو، محدودیتونو او توجیهاتو، د جنسیتي تبعیض په ګډون د بهرنیو هېوادونو د رول او د دغه هېواد له خلکو سره د هغوی د بشري مرستو په اړه خبرې وشي. په دې غونډه کې د طالبانو استازي هم رابلل شوي وو، خو د دې اقدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې هر کال په هرات کې د امنیتي خبرو اترو غونډه جوړیږي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې په تاجکستان کې د افغانستان او سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په نوښت د "هرات امنیتي ډیالوګ" ۱۱ مه دوه ورځنۍ غونډه د څه باندې ۲۰۰ افغان سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو، بهرنیو سفیرانو او دیپلوماتانو او د بېلابېلو هېوادونو د علمي او اکاډمیکو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په تاجکستان کې د افغانستان او سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر قاسم شاه سکندراف د دغې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه اقدام هدف د افغانستان ستونزې ته په سوله ییزه توګه د حل لارې موندلو په هدف د کارپوهانو خبرې دي.

دغه راز د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انستيتوت د مشورتي شورا رييس ا "رنګين دادفر سپنتا" هم د تاجکستان له دولت څخه د دغې غونډې د ترسره کولو د زمينې د برابرولو له امله مننه وکړه .

سپنتا د افغانستان د ګاونډیانو پر رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل: تر ​​څو چې په افغانستان کې رښتینې سوله رامنځته نه شي، د سیمې هېوادونه به د رښتینې ثبات او سولې احساس ونه کړي او د دې ترڅنګ د ګاونډیو هېوادونو له مرستې پرته افغانستان رښتینې سولې ته نه شي رسېدلی.