طالبان وايي د افغانستان د بانکدارۍ سیسټم اسلامي کوي
د افغانستان د مرکزي بانک مشر وویل چې دغه بانک هوډ لري چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم اسلامي کړي.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د افغانستان د مرکزي بانک مشر هدایت الله بدري ویلي چې دغه بانک هوډمن دی چې د افغانستان بانکي او مالي سیستم اسلامي کړي او له سود او نورو حرامو اعمالو څخه خلاص کړي.
د طالبانو د مرکزي بانک په وینا بدري دغه څرګندونې په بحرین کې په دوه ورځني کنفرانس کې وکړې.
د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې، چې بدري له قوله راغلي چې اوسمهال په افغانستان کې د هر ډول سود ګټه لرونکې راکړه ورکړه منع ده او د پلان له مخې به ټول عام بانکونه په اسلامي بانکدارۍ بدل شي.
د طالبانو د مرکزي بانک مشر زیاته کړه چې د نورو اسلامي هېوادونو له تجربو او د نړیوالو اسلامي بنسټونو له تخصص او پوهې په استفادې سره د افغانستان بانکي او مالي سیستم له سود او ګټې خلاصولو هڅې کوي.
د مرکزي بانک د خبرپاڼې له مخې بدري همدا راز زیاته کړه چې د اسلامي بانکدارۍ مالي محصولات باید له شرعي معیارونو سره نه یوازې په ماهیت بلکې په شرعي اصولو سره پرې هم باید برابر وي.
هغه وویل: د بانکونو تمویل باید په هغو برخو کې وشي چې خلکو ته ګټه ورسوي او له مونږ سره د شرعي اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. هغه پروژې چې دندې رامنځته کوي، بې وزلي کموي، ټولنیز-اقتصادي عدالت تامینوي او د چاپیریال په ښه کولو کې اغیزمن دي باید په پام کې ونیول شي."