طالبان د اسلامي هیوادونو له بانکي تجربو استفاده غواړي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د مرکزي بانک مشر« هدایت الله بدري» د اسلامي مالي موسسو د حساب کتاب موسسې په کلنۍ غونډې کښې وویل کابل غواړي د دغه ارګان له تجربو په ګټه پورته کولو سره خپل بانکي نظام له سود څخه پاک کړي.
هغه د اسلامي پراختیا بانک او د اسلامي مالي موسسو د حساب کتاب او د حسابدارۍ د موسسې په اولسم کانفرنس کښې وویل افغانستان کلکه اراده لري چې د هیواد مالي او بانکي سیسټم کاملا اسلامي کړي او هغه له سود او نورو حرام کارونو پاک کړي.
هدایت الله بدري وویل حاضردمه په افغانستان کښې د سود هر ډول معاملات ممنوع دي او ټول بانکونه به د پروګرام پراساس په اسلامي بانکدارۍ باندې بدل شي.
د افغانستان د مرکزي بانک مشر هدایت لله بدري ټینګار وکړ د بانکونو مالي تامین باید په هغو برخو کښې ترسره شي چې د خلکو په ګټه وي او له مونږ سره د شریعت هدفونو ته په رسیدا کښې مرسته وکړي او هغه پروژې چې د کارونو د رامینځته کیدا ، د بې وزلۍ د کمیدا او د ټولنیز او اقتصادي عدالت او د ژواک چاپیریال د ښه کیدا سبب کیږي باید ورته پام وشي او پیسې یې تامین شي.