د چین شرکت د افغانستان د تیلو رایستل زیات کړي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د چین شرکت د اومو تیلو رایستل زیات کړي دي.
د چیني شرکتونو د دوه زره لومړي میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو ډلې له رسیدا وروسته په دغه هیواد کښې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
بلومبرګ مجلې نن وویل د چین په «سین کیانګ» ولایت کښې د مرکزي اسیا د تیلو او د ګازو شرکت د افغانستان د اومو تیلو رایستل درې برابره زیات کړي دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د معدنونو د وزارت ویاند «همایون افغان» په دې زمینه کښې وویل د چین دغه شرکت په افغانستان کښې د تیلو لس (۱۰)نوي څاګانې کیندلي دي او له دغو څاګانو څخه د تیلو رایستل په ورځ کښې پینځه زره بیرلو ته رسیدلي دي او ټاکل شوي ده چې دغه تیل په افغانستان کښې چاڼ شي.
هغه وویل افغانستان حاضردمه تقریبا خپل د ضرورت وړ ټول تیل د ایران او د ازبکستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.
بلومبرګ مجلې وویل افغانستان هره ورځ کابو پنځوس زره بیرله تیلو ته ضرورت لري.