طالبانو د هیګ د نړیوالې محکمې غوښتنه رد کړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې په جنګي جنایتونو باندې د غور لپاره د هیګ د نړیوالې موسسې غوښتنې ته په غبرګون کښې وویل د هیګ نړیواله محکمه په افغانستان کښې د نیواکګرانو په جنایتونو باندې د غور کولو توان نلري.
هغه وویل د هیګ نړیواله محکمه نشي کولای نیواکګر هیوادونه په افغانستان کښې د خپلو جنایتونو په هکله د ځواب ویلو لپاره حاضر کړي.
ذبیح الله مجاهد وویل د طالبانو حکومت د امریکا او د ناټو د پوځیانو په جنایتونو باندې د غور کولو لپاره د هیګ نړیوالې محکمې ته هیڅ هیله نلري او د دغه محکمې بې پلویتوب یې تر پوښتنې لاندې وروسته.
د پوځي او د سیاسي مسائیلو کارپيژاند« سلیم پیګیر» هم په دې هکله وویل که چیرې د هیګ نړیواله محکمه غواړي ټولو جنایتونو ته پوښښ ورکړي او عاملان یې محکمې ته راولي نو دغه کار باید له امریکا شروع کړي.
د هیګ نړیوالې محکمې څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کښې د جنګي جنایتونو په هکله تحقیقات له سره پیلوي خو په تیرو شلو کلونو کښې به د امریکا د پوځیانو په جنایتونو په غور ونکړي.