افغانستان کې د ناڅرګندو کسانو له لورې یو ماشوم وژل شوی
Dec 17, 2023 08:17 Asia/Kabul
د افغانستان په غور ولایت کې یو ماشوم د ناڅرګنده وسله والو له لورې وژل شوی دی.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې؛ د یکشنبې په ورځ؛ د دغه هېواد غور ولایت د فیروزه کوه ښار په رضاها سیمه کې یو لس کلن ماشوم د نا معلومو وسله والو له لورې په ډزو وژل شوی دی.
سیمه ییزو مسؤلینو د دغه پېښې په تائیدولو سره ویلي؛ دغه ماشوم چې د خپل پلار نظر سره له کوره وتلی وو، د طالبانو په لباس کې د وسله والو له لورې لومړی تښتول شوی او وروسته په ډزو وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي، خو په وروستیو څو میاشتو کې په غور ولایت کې مرموزې او هدفي وژنې تر پخوا زیاتې شوي دي.
ټیګونه