ننګرهار کې لسګونو میرمنو ته په کور دننه د کار کولو زمینه برابره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143770-ننګرهار_کې_لسګونو_میرمنو_ته_په_کور_دننه_د_کار_کولو_زمینه_برابره_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي دا میرمنې به د کارکولو په پایله کې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو حل ته اوږه ورکړي.
(last modified 2023-12-26T07:49:47+00:00 )
Dec 26, 2023 07:50 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي دا میرمنې به د کارکولو په پایله کې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو حل ته اوږه ورکړي.

د ننګرهار صنعت او تجارت ریس سید عبدالبصیر پاچا وایي، د دوې د هڅو په پایله کې د اسلامیک ریلیف په نوم مرستندویه ادارې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې شپیته تنو میرمنو ته کاري وسایل ورکړل.

د صنعت او تجارت ریس وایي په دې وسایلو کې د سلمې کینولو او ګلدوزۍ وسایل شامل دي چې موخه یې میرمنو ته په کور دننه د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کول او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

سید عبدالبصیر پاچا وویل د اسلام مقدس دین میرمنو ته د کار کولو حق ورکړی او هغوي کولای شي د شرعي حجاب په پام کې نیولو سره کار وکړي او خپلوکورنیو ته حلاله نفقه تر لاسه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ ریس د وسایلو تر لاسه کونکو میرمنو وغوښتل چې له دغو وسایلو په سمه توګه ګټه واخلي.

نوموړي همدا راز له مرسته کوونکي  ادارې نه هم غوښتنه وکړه چې د کوچنیو کاروبارونو پراختیا او بې وزلې  د له منځه وړلو په موخه خپلې مرستې پراخه کړي.

 

تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیموکې میرمنو سره په کور دننه د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په موخه د هګۍ ورکونکو چرګانو،غواګانو او باغونو جوړولو مرستې شویدي.