ننګرهار کښې سلګونو مجرمان او غله نیول شوي نور جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي په جنایي جرمونو کې سلګونه ککړ کسان یې نیولی دي.
د چارواکو پر وینا په نیول شویو کسانو کې د نارینه و تر څنګ میرمنې هم شاملې دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمدطاهر مبارز په یوه خبری ناسته کې وویل د امنیه قوماندانۍ موظفینو په تیرو خواوشاه لسو میاشتو کې په ټولیز ډول نږدې یو نیم زر په جنایي جرمونوکې ککړ کسان نیولي دي.
نوموړي وویل د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزې مدیریت کارکوونکو د ۵۷۶ پېښو په ثبتولو سره ۱۱۶۷ تورن کسان او دغه راز له نشه یي توکیو سره د مبارزې امریت کار کوونکو د ۲۲۴ پېښو په ثبتولو سره ۲۶۲ تنه تورن کسان نیولي دي.
د مولوي مبارز پر وینا پر دې سربیره د ترهګرۍ سره د مبارزې امریت کارکوونکو د اتلسو پېښو په ثبتولو سره اتلس تنه نیولی دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال وویل په نیول شویو کسانو کې د نارینه وو تر څنګ میرمنې هم شاملی دي.
نوموړي وویل له نیولو شویو کسانو څخه چې تر لومړنیو پلټنو وروسته یې دوسیې عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي زیاته اندازه وسلې،مهمات، نشه یې او غلا شوي توکي،موټرې او نور وسایل تر لاسه شویدي.
مولوي محمد طاهر مبارز له عدلي او قضایي ادارو وغوښتل چې نیول شویو کسانو ته د اسلامي شرعیت په حدودو کې سزا ورکړي.
ننګرهار کې په دومره شمیر کې په جنایي پېښو کې ککړ کسان نیول کیږي چې لا هم ولسي خلک د وسله والو غلاو،انسان تښتونې او لارو شکولو پیښوله شتون څخه اندیښنه لري.
همدا تیره اونۍ انسان تښتونکو د جلال اباد ښار له څلورمې ناحیې څخه یو شپږ کلن ماشوم تر تښتولو وروسته په داسې حال کې چې له کورنۍ یې د خوشې کولو په بدل کې د زیاتو پیسو د ورکړې چې کورنې یې د ورکولو توان نه لاره غوښتنه کړې وه په ډیره بې رحمې وواژه.