د سالنګ لویه لاره د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143924-د_سالنګ_لویه_لاره_د_هر_ډول_موټرو_پرمخ_پرانیستل_شوه
د افغانستان سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګ لویه لاره یې د هر ډول موټرو پرمخ پرانیسته.
(last modified 2023-12-28T22:34:45+00:00 )
Dec 29, 2023 03:03 Asia/Kabul
  • د سالنګ لویه لاره د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل شوه

د افغانستان سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګ لویه لاره یې د هر ډول موټرو پرمخ پرانیسته.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته لېږل شوی، ویلي دغه لار پرون پنجشنبه د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

هغه وویل: "د سالنګ لویه لار له دواړو لوریو د ۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰ ډوله مسافروړونکو موټرو پرمخ په نورمال ډول پرانیستل شوه. د لوړ توناژ لرونکي باروړونکي موټرونه د مهالوېش له مخې په نوبت سره پر لار تګ راتګ کولی شي."

د سالنګ لویه لار چې کابل له ۹ شمالي ولایتونو سره نښلوي، تېره اوونۍ د وړو موټرو پرمخ پرانیستل شوې وه.

دغه لار د څلورو میاشتو لپاره د بیارغونې له کبله تړل شوې وه چې تېره اوونۍ پرانیستل شوه.