افغاستان کې پانګوالو د ۱۱میلیارډ ډالرو پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی
د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یوشمېر کورنیو او بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کانونو، کرنې، روغتیا، برښنا، زیربناوو او ټراانسپورټ په ګډون بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۱۰ میلیارډ او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته چمتووالی ښودالی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم وايي چې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ډېره شوې او په وینا یې، اوس ډېری هغه کارخونې چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته غیرفعالې وې، بېرته یې فعالیت پیل کړی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده سلاموطندار ته وویل: «کله چې افغانستان کې بدلون راغی، شاوخوا ۳۰سلنه شرکتونه فعال وو او اوس چې موږ یې شمېرې لرو، تر ۹۵سلنې زیاتې کارخونې او شرکتونه چې غیرفعال وو، بیا یې په کار پیل کړی.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له دوو کلونو راهیسې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی او د نړیوالو مرستندویه موسسو د شمېرو له مخې تر ټولو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.