ننګرهار کې بمي پیښه کې شپږ کسان مړه او ژوبل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144430-ننګرهار_کې_بمي_پیښه_کې_شپږ_کسان_مړه_او_ژوبل_شوي
زموږ خبریال راپور راکړی چې په ننګرهار کې یو کورته د لاسي بمونو ورغورځولو په پېښه کې، شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2024-01-08T03:03:04+00:00 )
Jan 08, 2024 07:22 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې بمي پیښه کې شپږ کسان مړه او ژوبل شوي

زموږ خبریال راپور راکړی چې په ننګرهار کې یو کورته د لاسي بمونو ورغورځولو په پېښه کې، شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدان وایي تېره شپه د ننګرهار ولایت د حصارک غلجایي ولسوالۍ په «میاګانو» کلي کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي غلام جیلاني حنفي کور ته چې د همدې کلي د لوی جومات امام هم دی، لاسي بمونه ورغورځولي، چې له مله یې د کوټې چټ پریوتې او په پایله کې د مولوي غلام جیلاني حنفي څلور لورګانې وژل شوي او پخپله او مېرمن یې په دې پیښه کې ژوبل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې ټپیان د درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزي هم خبري رسنیو سره په خبرو کې د دې پیښې پخلی کړی، خو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 تراوسه د دې پېښې مسئولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ویل کېږي چې څه وخت وړاندې هم ناپېژاندو کسانو د مولوي غلام جیلاني حنفي کور ته لاسي بمونه ورغورځولي وو، خو کوم زیان یې نه و رامنځته کړی.