موږ په سیمه ایزو همکاریو کې د طالبانو د ګډون غوښتونکي یو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144498-موږ_په_سیمه_ایزو_همکاریو_کې_د_طالبانو_د_ګډون_غوښتونکي_یو
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: تهران د طالبانو له مخالفانو څخه ملاتړ نه کوي، بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ایزو همکاریو یوه برخه واوسي.
(last modified 2024-01-09T11:21:34+00:00 )
Jan 09, 2024 14:39 Asia/Kabul
  • موږ په سیمه ایزو همکاریو کې د طالبانو د ګډون غوښتونکي یو

په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: تهران د طالبانو له مخالفانو څخه ملاتړ نه کوي، بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ایزو همکاریو یوه برخه واوسي.

د ایرنا له راپور سره سم، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ:  هغه ډلې چي د افغانستان او ایران تر منځ اختلافاتو او لانجو ته لمن وهي، هېڅکله به کامیابه نه شي.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.

د مولوي عبدالکبیر د دفتر رسنیز مسئول، حسن حق یار په وینا، دواړو لورو د افغانستان ایران تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر ضرورت ټینګار کړی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان له خلکو سره، خپلو مرستو ته دوام ورکړی او د دې هېواد د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره د طالبانو له حکومت سره له همکاریو سپما نه ده کړې.