په افغانستان کې د ایران سفیر:
موږ په سیمه ایزو همکاریو کې د طالبانو د ګډون غوښتونکي یو
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: تهران د طالبانو له مخالفانو څخه ملاتړ نه کوي، بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمه ایزو همکاریو یوه برخه واوسي.
د ایرنا له راپور سره سم، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ: هغه ډلې چي د افغانستان او ایران تر منځ اختلافاتو او لانجو ته لمن وهي، هېڅکله به کامیابه نه شي.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.
د مولوي عبدالکبیر د دفتر رسنیز مسئول، حسن حق یار په وینا، دواړو لورو د افغانستان ایران تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر ضرورت ټینګار کړی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته، د افغانستان له خلکو سره، خپلو مرستو ته دوام ورکړی او د دې هېواد د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره د طالبانو له حکومت سره له همکاریو سپما نه ده کړې.