ننګرهار ولایت ته زرګونه کسانو سفرونه کړي دي، نور حال دلته لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144580-ننګرهار_ولایت_ته_زرګونه_کسانو_سفرونه_کړي_دي_نور_حال_دلته_لرو
زموږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې چارواکي وایي په روان ژمې کې تر دا مهاله لسګونه زره کورني سیلانیانو دې ولایت ته سفر کړی دی.
(last modified 2024-01-11T04:36:35+00:00 )
Jan 11, 2024 07:23 Asia/Kabul

زموږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې چارواکي وایي په روان ژمې کې تر دا مهاله لسګونه زره کورني سیلانیانو دې ولایت ته سفر کړی دی.

د چارواکو په وینا، هڅه کوي چې د سیلانیانو د راجلبولو لپاره نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

د ننګرهار اطلاعاتو او  کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي وایي، د دوی د معلوماتو له مخې، په روان ژمې کې تر دا مهاله شاو خوا سل زرو کورنیو سیلانیانو چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو استوګن دي، دې ولایت ته سفر کړی دی. نوموړی وایي په دې ولایت کې سراسري امنیت، مناسبه هوا او د لیدو وړ ځایونه، دې ولایت ته د سیلانیانو د راتلو لامل شوي دي.

مولوي صدیق الله قریشي وایي: هڅه کوي چې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره پر کورنیو سیلانیانو سربېره، بهرني سیلانیان هم د دې ولایت لیدو ته راشي.

جلال اباد ته له پلازمینې کابل او یو شمېر نورو ولایتونونه راغلي سیلانیان هم خوشحاله دي او هغوی چې کلونه پخوا یې دا سیمه لیدلې وه، وایي خورا ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي.

 د ننګرهار هوا د ژمي پرمهال د افغانستان د نورو سیمو په پرتله توده او د اوسېدو لپاره مناسبه وي.

 له نن نه څه باندې یوه پیړۍ وړاندې جلال آباد د افغانستان د ژمنۍ پلازمینې په توګه یادېده.