د افغانستان د نیمروز ولایت مقام سره ځآن وژونکې حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144746-د_افغانستان_د_نیمروز_ولایت_مقام_سره_ځآن_وژونکې_حمله_شوې
د سرچینو پر اساس، طالبانو یو انتحاري حمله کوونکی مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، وویشت او د انتحاری واسکټ چاودونکي مواد یې وچاودېدل.
(last modified 2024-01-14T11:07:30+00:00 )
Jan 14, 2024 15:00 Asia/Kabul

د سرچینو پر اساس، طالبانو یو انتحاري حمله کوونکی مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، وویشت او د انتحاری واسکټ چاودونکي مواد یې وچاودېدل.

د راپورونو له مخې، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، چاودنه د نیمروز د والي دفتر ته څېرمه شوې.

د دغو سرچینو پر اساس، طالبانو یو انتحاري حمله کوونکی مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، وویشت او د انتحاری واسکټ چاودونکي مواد یې یې وچاودېدل.

ځینو ځايي سرچینو ویلي چې چاودنه د ولایت په مقام کې شوې.

بلخوا د نیمروز والي شیخ قاسم یوه ویډیو خبره شوې چې په کې نوموړی هغه د خپل روغتیایي وضعیت د ډاډ او یو بریدګر د لټون خبره کوي.

تراوسه پورې د دې چاودنې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې لږترلږه ۵ چاودنې شوي.

تېره اوونۍ په کابل کې څلور او په بلخ کې یوه چاودنه وشوه.