د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو دوه خبریالان نیولي
Jan 20, 2024 02:24 Asia/Kabul
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د دغه هېواد سرپرست حکومت د استخباراتو له لورې دوه خبریالان نیول شوي.
دغه مرکز پخپلې ویب پآنه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، نیول شوي خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي نومیږي چې تېره ورځ د طالبانو د استخباراتو له لورې نیول شوي دي.
دوی ویلي، نیول شوي خبریالانو څخه یې د ګردش اطلاعاتي اژانس د امتیاز څښتن احمد جواد رسولي او د همدغه اژانس مسؤل مدیر عبدالحق حمیدي دي.
دوی د یادو خبریالانو پر نیول کېدو د خواشینۍ څرګندولو سربېره، د دوی د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې.
دا آژانس د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه