Jan 21, 2024 13:08 Asia/Kabul
  • افغان رسنیو د یوه مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ د ادارې یو چارواکی د دې هیواد په شمال ولایت بدخشان کې د یوه مسافر وړونکي تیارې د غورځېدو خبر ورکړی دی.

د طلوع نیوز له راپور سره سم، په افغانستان کې د بدخشان ولایت د اطلاعات او فرهنګ د ادارې مشر ذبیح الله امیري ویلي چي د هندوستان یوه مسافر وړونکې الوتکه په کوه توپخانه سیمه کې لوېدلې ده.

د بدخشان د ولایت دغه چارواکی زیاته کړه:  د دې پېښې د څېړلو لپاره یوه ټیم هم سیمې ته تللی دی، تر دې دمه مشخص شوی نه دی چي دغه مسافر وړونکې الوتکه له کوم شرکت سره تړلی دی.

افغان رسنیو په داسي حال کې د دې الوتکې د غورځېدو خبر ورکوي چي په وروستیو ورځو کې هندوستان د بې مخینې یخنی د امله خپل ټول پروازونه بند کړي دي.

د بدخشان د ولایت د پولیسو قومندانۍ وایي چي الوتکه لومړۍ د رادار له صفحې نه وتلې او بیا د بدخشان د ولایت د توپخانې په هسکو سیمو کې له زیباک ولسوالۍ سره غورځېدلې ده. د روسیې هوایي اژانس اعلان وکړ چي تېره شپه یوه مسافر وړونکې الوتکه چي ۶ کسان په کښې سپاره له راداره وتلې ده.

د هندوستان چارواکي د دې پېښې په غبرګون کې ویلي دي چي دغه الوتکه د دې هیواد له هوایي شرکتونو سره کوم اړوندوالې نه لري.