ټي ټي پي په افغانستان کې ځای نه لري
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي ادعاوکړه چې په افغانستان کې ملي امنیت تامین دی او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دغه هیواد خاوره د چا پر ضد وکاروي.
د افغانستان د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ناروې سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې وویل چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه همداراز ټینګار وکړ چې TTP په افغانستان کې ځای نه لري او داعش د انسانیت د دښمن په توګه ځپل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس وایی د ئیس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پاول کلومن بیکر سره په کتنه کې وکړې.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي ادعاوکړه چې په افغانستان کې ملي امنیت تامین دی او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دغه هیواد خاوره د چا پر ضد وکاروي.
مولوي عبدالکبير دا هم وويل: د ښځو او نجونو د زده کړې د زمينې برابرولو لپاره يوه ځانګړې کميټه کار کوي.
د طالبانو د دغه چارواکی دا ادعاګانې په داسی حال کی دي چی په افغانستان کی د ټی ټی پی د فعالیتونو ویډیوګانې او انځورونه په رسندویو کی خپریږي اوداعش هم په مختلفوځایونو حملې کوی .