چین له راستانه شویو افغان کډوالو سره سل میلیونه یوان مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145612-چین_له_راستانه_شویو_افغان_کډوالو_سره_سل_میلیونه_یوان_مرسته_کوي
په افغانستان کې د چین سفیر ژاوشینګ په کابل کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې له را ستانه شویو افغان کډوالو سره د حمایت په توګه سل میلیونه یوان مرسته وکړي.
(last modified 2024-02-01T08:34:27+00:00 )
Feb 01, 2024 12:13 Asia/Kabul
  • چین له راستانه شویو افغان کډوالو سره سل میلیونه یوان مرسته کوي

په افغانستان کې د چین سفیر ژاوشینګ په کابل کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې له را ستانه شویو افغان کډوالو سره د حمایت په توګه سل میلیونه یوان مرسته وکړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د چین له سفیر سره دغه لیدنه په خپل کاري دفتر کې وکړه.

په دې کتنه کې د چین سفیر له قوله لیکل شوي: چین او افغانستان دوه دوست هېوادونه دي او چین له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د خبر پاڼې له مخې؛ دغه راز په دې کتنه کې د بشري مرستو په لومړيتوب، افغان کډوالو ته د چين له خوا د مرستو د لېږد او وېش پر ميکانيزم هم خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم چين د هرات له زلزله ځپلو سره نغدي او نورې مرستې کړې وې.