د باران او واورو له امله د افغانستان د څلورو ولايتونو لارې تړل شوې دي
بل خوا د نورستان د فوايد عامې رييس مولوي محمد نبي عادل وايي، چې د اورښت او واورو له امله د کونړ-نورستان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د افغانستان په بامیان، دایکندي، نورستان او کنړ ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د سختو ورښتونو او واورو له امله د دغو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د باران او واورو له امله د بامیان او دایکندي ولایتونو د ځینو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
د چارواکو په وینا، د قوناق، شاتو، ابګل کرمان، خدیر کوتل او د ګتي او کجران ولسوالیو لارې، د بامیان – یکاولنګ او یکاولنګ نمبر ۱ او پنجاب لارې لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
بل خوا د نورستان د فوايد عامې رييس مولوي محمد نبي عادل وايي، چې د اورښت او واورو له امله د کونړ-نورستان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغه په وينا، د دې لويې لارې د بيا پرانيستلو لپاره هڅې پيل شوې دي.
تر دې مخکې د فواید عامې وزارت چارواکو د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
په نورستان کې د غره ښويېدو ځايي اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
په نورستان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په تیتین دره کې د غره د ښویدو خبر ورکړی، چې له امله یې د سیمې اوسیدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نورستان سیمه ییز چارواکی وایی، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او د لومړنیو راپورونو له مخې، د استوګنې ۲۰ کورونه ویجاړ شوی دی.
دوی وايي، تر دې دمه له خټو څخه پنځه جسدونه را ایستل شوي او د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال شته.