د ملګرو ملتونو سرمنشي:
امنیت شورا د افغانستان په هکله پرېکړه کوي
له هغه وروسته چي د طالبانو د نه ګډون په خاطر د دوحې غونډه له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده، د ملګرو ملتونو سرمنشي اعلان وکړ چي د دې غونډې راپور د امنیت شورا ته وړاندې کیږي څو د افغانستان په هکله پرېکړه وشي.
تېره ورځ په دوحې کې د افغانستان غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب او د ځینو هیوادونو د استازو په ګډون سره پای ته ورسېده خو طالبانو په کښې له ګډونه ډډه وکړه.
د ملګروملتونو د سرمنشي په وینا د دې غونډې د جوړولو هدف دا و چي په نړیواله ټولنه کې د طالبانو د حکومت ګډون ته لاره اواره شي او پر افغانستان واکمن طالبان له بشري حقونو او د ښځو د زده کړو او کار له حق څخه نیولې تر سیاسي مشارکت پورې د خپلو مکلفیتونو منلو ته وهڅول شي او د یوې ځانګړې د استازې د ټاکلو په هکله پرېکړه وشي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د جاپان له خبري چېنل سره په مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د منلو وړ نه ده ځکه چي دغه استازی ښايي د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه وکړي او ځینې پرېکړې پر افغانستان تحمیل کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو د مفصل راپور له مهمو سپارښتنو څخه وه خو غونډه د ځانګړي استازي له معرفي کولو پرته پای ته ورسېده.
ګوتریش د دې په بیانولو چي طالبانو د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره داسي شرایط ایښي وه چي د منلو نه وه، وویل: دی به د دې غونډې راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي او هلته به وروستۍ پرېکړه وشي.
د اسوشیتید پرس له راپور سره سم، طالبانو له ملګرو ملتونو څخه غوښتې وه چي د یوې ډلې نه بلکې د یوه رسمي حکومت په توګه د ګډون لپاره ورڅخه بلنه وشي چي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مخالفت سره مخ شوی وو.