امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ترکمنستان ته د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي د سفر خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد تکل، پخپله ایکس پاڼه لیکلي:د دې ډلې د پلاوي سفر د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په بلنه ترسره شوی او په بېلا بېلو دوه اړخیزو مسایلو به بحث وکړي.
هغه لیکلي: د طالبانو په دغه پلاوي کې د کانونو او پټروليم وزارت، د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا شرکت چارواکي ګډون لري.
دا سفر په داسې حال کې شوی، چې ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه غونډه په ترکمنستان کې جوړه شی.
خو تر اوسه د دې غونډې نېټه نه ده اعلان شوې.
که څه هم ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.
تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دغه ډله د سیمې له ځینو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او وخت پر وخت یې لوړپوړي چارواکي له دغو هېوادونو لیدنه کوي.