افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
Feb 26, 2024 11:42 Asia/Kabul
د افغانستان بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
ټیګونه