د کابل په کارت سخي زیارت کښې د بیرغ د پورته کولو دستورې وشوې جزیات په راپور کښې لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147938-د_کابل_په_کارت_سخي_زیارت_کښې_د_بیرغ_د_پورته_کولو_دستورې_وشوې_جزیات_په_راپور_کښې_لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د ۱۴۰۳ کال له لومړۍ ورځې سره هم مهاله د کابل په «کارته سخي» زیارت کې د جنډې پورته کولو مراسم د زرګونو خلکو په حضور کې په شور او شوق ترسره شول.
(last modified 2024-03-20T09:45:22+00:00 )
Mar 20, 2024 14:10 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د ۱۴۰۳ کال له لومړۍ ورځې سره هم مهاله د کابل په «کارته سخي» زیارت کې د جنډې پورته کولو مراسم د زرګونو خلکو په حضور کې په شور او شوق ترسره شول.

د روژې د مبارکې مياشتې باوجود په دې مراسمو کې د کابل ګڼ شمېر خلکو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د نوي کال له پيل سره هممهاله نن په افغانستان کې نوی تعلیمي کال هم پيل شو.

په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې وزیر حبیب الله اغا وويل وزارت یې هڅه کوي د دیني او عصري علومو د زده‌کړو کیفیت د امکان تر حده لوړ کړي.

هغه زیاته کړه د عصري علومو زده کړه او پرمختګ د ژوند له اړتیاو څخه ده او سرپرست حکومت یې هیڅکله مخالفت نه دی کړی ځکه چې اسلام د پرمختګ مخالف نه دی.

حبیب الله اغا زیاته کړه  اسلام ابدي دین دی او ټولو دنیوي اړتیاو ته یې هم پام شته چې په دغو دنیوي چارو کې عصري علوم هم شامل دي ځکه عصري علم زموږ د ژوند ضرورت دی.

په افغانستان کې نوی تعليمي کال په داسې حال کې پيل شو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مسله د تېرو کلونو په څېر، ناڅرګنده پاتې ده.