بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 23, 2024 02:16 Asia/Kabul
د افغانستان بدخشان ولایت چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي ویلي، چې دغه پېښه د شغنان ولسوالۍ په در مارخت سیمه کې د یوه فلنکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.
هغه ویلي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو کسانو غوښتل مرکز فیض آباد ته سفر وکړي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او ترافیکي قوانینو کم تطبیق د دې لامل شوی چې په افغانستان کې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.
ټیګونه