زرګونه افغان سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
Jun 07, 2024 02:49 Asia/Kabul
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنه عادي ژوند ته د راګرځېدو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې د افغانستان برخې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اغېزمنو ته د اړینو مرستو د چمتو کولو لپاره یې ۱۴.۵ میلیون ډالر پهکار دي.
د افغانستان په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شول.
ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځ کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۷زره او ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
ټیګونه