۶ لکه افغان ماشومانو ته د شري واکسن ولګول شول
د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي، چې تر اوسه په افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان د شري په وړاندې واکسین شوي دي.
د فارس خبري آژانس د خبریال د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د شري ۳۱۸۸۳ شکمنې پېښې ثبت شوي او د دغې ناروغۍ له امله ۱۳۹ تنه مړه شوي دي.
دغه سازمان په یو راپور کې زیاته کړې چې په افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان د شري پر ضد واکسین شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان راپور یادونه وکړه چې د شکمنو قضیو په منځ کې، د ۸۰ فیصدو څخه ډیر ناروغان د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي، او د جنسیت له مخې، له ۴۵ سلنې څخه ډیر ناروغان ښځې او نجونې وې.
دغه سازمان ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې د تېرو دوو کلونو په پرتله د شري شکمنې پېښې زیاتې شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د شري تر ټولو ډیرې شکمنې پېښې په خوست، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې رامینځته شوې دي.
له دې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم ویلي وو چې د شري د پېښو د زیاتوالي له امله باید د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیول شي.