د افغانستان د خبریالانو مرکز رسمیت نه لري
طالبانو وویل چې د افغانستان د خبریالانو مرکز رسمیت نه لري او د دغه مرکز رپورټونه بې بنیاده دي.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، طالبانو ویلي دي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز رسمیت نه لري.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند حبيب غفران د افغان خبريالانو د مرکز راپورونه بې بنسټه وبلل او دغه اداره يې نامعتبره بللې ده.
هغه ټینګار کړی چې د دغه مرکز راپورونه د اعتبار وړ نه دي.
دوه ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو موندنې خپرې کړې وې.
د دغه مرکز د موندنو له مخې، په دې موده کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې شاوخوا ۹۰ قضیې ثبت شوې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د هواري لپاره روښانه مرجع ګڼل کیږي.