حقاني د قدرت په سر د طالبانود خپلمنځي اختلافاتوخبره رد کړه
د هغه په وینا، دا خبره تبلیغاتي بڼه لري چې د طالبانو د امنیتي ادارو تر منځ اختلاف دی او دوی د خپل عمومي مشر له فرمانونو سرغړونه کوي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغه ادعاوې بې اساسه وګڼلې، چې ګواکې طالب مشران د قدرت په سر خپلمنځي اختلافات لري او دی او نور طالب مشران له خپل مشر ملا هبت الله اخوند زاده نافرماني کوي.
نوموړي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کې دا څرګندونې کړي او ویلي، چې ګواکې د دوی جګړه یا د ده په وینا جهاد یې د واک لپاره نه؛ بلکې د خدای د رضا لپاره وه.
د هغه په وینا، دا خبره تبلیغاتي بڼه لري چې د طالبانو د امنیتي ادارو تر منځ اختلاف دی او دوی د خپل عمومي مشر له فرمانونو سرغړونه کوي.
هغه په عین حال کې د اسماعیل هنیه په وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي، چې دوی هم له شهادته نه ډاریږي او روحیه یې ورسره نه کمزورې کیږي.
طالب چارواکي په وروستیو کې په پرله پسې ډول د دوی خپلمنځي اختلافات ردوي او بې اساسه ګڼي.