متقي وايي په افغانستان  کښې  امریکايي پوځیان نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151406-متقي_وايي_په_افغانستان_کښې_امریکايي_پوځیان_نه_مني
ملا متقي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د یوه امریکایي پوځي حضور ته هم غاړه نه ږدي.
(last modified 2024-08-15T23:43:01+00:00 )
Aug 16, 2024 04:11 Asia/Kabul
  • متقي وايي په افغانستان  کښې  امریکايي پوځیان نه مني

ملا متقي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د یوه امریکایي پوځي حضور ته هم غاړه نه ږدي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي هغو وړاندوېنو ته غبرګون ښودلی، چې ګواکې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له بریالیتوب سره به هغه امریکا ته د بګرام هوایي اډې د بیا سپارلو په اړه طالبانو سره خبرې وکړي یا پرې فشار راولي.

ملا متقي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د یوه امریکایي پوځي حضور ته هم غاړه نه ږدي.

متقي و ویل: «کله چې موږ په دوحه کې له امریکايي وګړو سره مذاکرات درلودل، هلته مو هم ویلي و او اوس یې هم وايو. موږ په افغانستان کې د امریکايي وګړي پوځي یونیفورم نشو منلی. خو که تاسې له ډيپلوماټيک یونیفورم سره راځئ. ستونزه نشته.»

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او مخکینی ولسمشر ټرمپ ټینګار لري، چې که د دوحې تړون د تطبیق پر وخت په واک کې وای، د ولسمشر بایډن برعکس به یې پر طالبانو منله چې بګرام هوایي اډه امریکایانو ته پریږدي.

ټرمپ دا ادعا هم کړې، چې ګواکې طالبانو دغه اډه چینایانو ته سپارلې او چین یې د امریکا د ګټو خلاف کاروي.

خو طالبانو په دې اړه ادعاوې رد کړې وې او ویلي، چې هیڅ بهرني پوځي حضور ته په افغانستان کې اجازه نه ورکوي.

په وروستیو کې داسې وړاندوېنې دي، چې د امریکا په ټاکنو کې ښایي ټرمپ بریالی شي او هغه په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم په اړه توند دریځ خپل کړي.