افغانستان او ازبکستان ترمنځ ۳۵ اقتصادي تفاهم لیکونه لاسلیک شول
د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲ میلیارده ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې او سوداګرۍ د ۳۵ تړونونو د لاسلیک کیدو خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال "ملا عبدالغني برادر" د څه باندې دوه ملیارد ډالرو په ارزښت د دوه اړخیزو تفاهم لیکونو لاسلیکیدو ته په اشارې سره وویل: نن د دواړو هیوادونو د اړیکو په تیره بیا اقتصادي مسایل، په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ، بریښنا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او ویزې په اړه د خبرو اترو لپاره ډیر ښه فرصت دی."
په همدې موخه د افغانستان او ازبکستان سوداګریزه ناسته او د ازبکستان د تولیداتو نندارتون د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو او د خصوصي سکتور په ګډون په کابل کې جوړ شو.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډې پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو کچه د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې او پراختیا لپاره مهمه وبلله او له ازبک پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزیر همداراز د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د زیربنایي پروژو په برخه کې د دوه اړخیزو پانګونو د پراختیا په برخه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
لزیز قدرت اف زیاته کړه: د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو هڅې دوام لري او په دې برخه کې بریالیتوبونه هم ترلاسه شوي دي.