کډوال دې افغانستان ته راستانه شي او د هیواد خدمت دې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151492-کډوال_دې_افغانستان_ته_راستانه_شي_او_د_هیواد_خدمت_دې_وکړي
د طالبانو د دفاع وزیر څرګنده کړه چې موږ به په هر قیمت د افغانستان ساتنه او دفاع وکړو او ویې ویل: کډوال باید خپل هیواد ته د خدمت لپاره راستانه شي.
(last modified 2024-08-18T23:22:23+00:00 )
Aug 19, 2024 03:49 Asia/Kabul
  • کډوال دې افغانستان ته راستانه شي او د هیواد خدمت دې وکړي

د طالبانو د دفاع وزیر څرګنده کړه چې موږ به په هر قیمت د افغانستان ساتنه او دفاع وکړو او ویې ویل: کډوال باید خپل هیواد ته د خدمت لپاره راستانه شي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزیر "محمد یعقوب مجاهد" د افغانستان د خپلواکۍ د کلیزې د نمانځلو پر مهال له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې په پولو کې دې د افغانستان لپاره ستونزې جوړې نه کړي.

هغه زیاته کړه: د سړکونو جوړول، د پولو په اوږدو کې د سرحدي پولیسو او پوستو جوړول د ګاونډیو هېوادونو لپاره ننګونې نه دي، بلکې د افغانستان د ساتنې لپاره دي.

د طالبانو د دفاع وزیر په دوام وویل: موږ به په هر قیمت د افغانستان ساتنه او دفاع کوو او ټول مهاجرین دنده لري چې خپل هیواد ته د خدمت لپاره بیرته افغانستان ته ستانه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم په دې مراسمو کې وویل چې دښمن د افغانستان فرهنګ له منځه وړي او ویلي یې دي، دوی افغان ځوانان په داسې ډول روزلي چې له خپل کلتور څخه بې برخې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه ویلي: زموږ د نیکونو مبارزه نه یوازې په افغانستان کې د اشغال د ماتې لامل شوې، بلکې د سیمې او نړۍ ټولو اشغالګرو او استعماري هېوادونو ته یې هم ماتې ورکړه.

د يادونې وړ ده، چې په پرونیو مراسمو کې چې  د زمري د ۲۸ مې په ویاړ جوړ شوي وو،  د لومړي وزير اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د لومړي وزير اداري مرستيال عبدالسلام حنفي او د بهرنيو چارو وزير اميرخان موتګي هم حضور درلود.

له نن څخه یو سل پنځه کاله وړاندې د ۱۳۷۷ لمریز کال د مرغومي په ۲۸مه د افغانستان د اساسي قانون او ازادۍ غوښتونکو پاچا امان الله خان د راولپنډۍ د سولې د تړون په لاسلیکولو سره د افغان-انګلیس دریمه جګړه پای ته ورسوله او د افغانستان رسمي خپلواکي یې اعلان کړه.