د ننګرهار په ځینوسیمو کې درانه سېلابونه راوتلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151592-د_ننګرهار_په_ځینوسیمو_کې_درانه_سېلابونه_راوتلي
د جلال آباد ښار ۷ ناحیې غوچکو ساحې او سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي کې د شدید باران له امله سیلابونه راوتلي
(last modified 2024-08-20T23:29:25+00:00 )
Aug 21, 2024 03:56 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د جلال آباد ښار ۷ ناحیې غوچکو ساحې او سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي کې د شدید باران له امله سیلابونه راوتلي

تاند خبري سایټ د ځایي چارواکو له قوله لیکلي، د تیرې شپې د سخت باران له امله د جلال آباد ښار ۷ ناحیې اړوند غوچکو، ماما مېنه کلیو او سره رود چمتلې ښارګوټي اړوند سیمو کې سیلابونه راوتلي، چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې لسګونه کورونه او دوکانونه یې زیانمن کړي دي.

د دغو سېلابونو له امله د یو شمېر کسانو د ټپي کیدو او دغه راز یوه ماشوم مړینه تایید شوې ده.

ګومان کیږي، چې د ځاني او مالي زیانونو سطحه به لوړه شي.

طالب چارواکو د سېلاب ځپلو مرستې ته د دوی د ځواکونو د رسیدو خبر ورکړی او ویلي، چې د ژغورنې هڅې روانې دي.

ویل کیږي چې دا سېلابونه د جلال اباد ښار تر فاطمه الزهرا روغتونه هم رسېدلي او ښایي نور لا پراخ شي.