افغان پوست اداره: د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پستي خدمات ترسره کو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151814-افغان_پوست_اداره_د_نړۍ_۱۹۲_هېوادونو_ته_پستي_خدمات_ترسره_کو
د افغان پُست د سوداګرۍ د پراختیا رئیس ذبیح الله عمر وايي چې اوس دغه شرکت د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د پستي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د نړۍ  یوسلو دوه نوي هېوادونو ته هم پستي خدمات وړاندې کوي.
(last modified 2024-08-27T06:36:02+00:00 )
Aug 27, 2024 11:00 Asia/Kabul
  • افغان پوست اداره: د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پستي خدمات ترسره کو

د افغان پُست د سوداګرۍ د پراختیا رئیس ذبیح الله عمر وايي چې اوس دغه شرکت د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د پستي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د نړۍ  یوسلو دوه نوي هېوادونو ته هم پستي خدمات وړاندې کوي.

د هغه په ​​وينا، دا مهال د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې شاوخوا  څلور سوه اویا پستي مرکزونه فعال دي.

هغه وويل: د ځینو ستونزو له امله مو ځینو هېوادونو ته خدمات نشول تر سره کولی او دغه راز د ګڼ شمېر هېوادونو څخه پستي خدمات هم زموږ لپاره بند شوي وو، خو د همکارانو په هڅه یې یاده ستونزه حل او دا مهال د نړیوال پوستی اتحادیې چې یو عصري عملیاتي سیسټم یې د یوسلو دوه نوي هېوادونو لپاره چمتو شوی، دغه اداره یې هم برخه ګرځیدلې.

په ورته وخت کې؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د افغان پوست دولتي شرکت ترڅنګ لس نور خصوصي پستي شرکتونه هم په هېواد کې فعالیت کوي.