ازبکستان د افغانستان اومه تېل تصفیه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152250-ازبکستان_د_افغانستان_اومه_تېل_تصفیه_کوي
د طالبانو حکومت له ازبکستان سره یوې موافقې ته رسېدلی چې پر اساس یې د افغانستان اومه تېل د ازبکستان د فرغانې د تېلو په چاڼځای کې تصفیه کېږي.
(last modified 2024-09-10T23:28:59+00:00 )
Sep 11, 2024 03:56 Asia/Kabul
  • ازبکستان د افغانستان اومه تېل تصفیه کوي

د طالبانو حکومت له ازبکستان سره یوې موافقې ته رسېدلی چې پر اساس یې د افغانستان اومه تېل د ازبکستان د فرغانې د تېلو په چاڼځای کې تصفیه کېږي.

امریکايي رسنۍ (ایس انډ پي ګلوبل) د ازبکستان د تیلو صنعت ته د نژدې سرچینو له قوله ویلي چې هیواد یې د طالبانو له حکومت سره یوې موافقې ته رسیدلی چې د فرغانې د تیلو په چاڼځای کې د افغانستان اومه تېل تصفیه کړي.

د سانګ د تیلو چاڼځای، چې په کال کې د 2 ملیون ټنو (په ورځ کې ۴۰ زره بیرله) تېلو د تصفیې ظرفیت لري، د افغانستان د اومو تېلو تصفیه پیل کړې ده.

د دې سرچینې پر اساس، د افغانستان اومه تیل به د حیرتان له ګمرکونو څخه پر امو سین د پله له لارې د ریلګاډي په ټانکرونو کې ازبکستان ته وړل کېږي څو د سانګ شرکت په چانځای کې تصفیه شي.

سرچینې زیاته کړه، سره له دې چې تراوسه پورې په دې اړه نهايي پرېکړه نه ده شوې چې سانګ شرکت به د افغانستان څومره اومه تېل چاڼ کوي خو ازبکستان ته د افغانستان د اومو تیلو لیږد لا دمخه پیل شوی دی.

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د هیواد په شمال کې د امو دریا له حوزې څخه نسبتاً په ټیټه پیمانه د تېلو استخراج پیل کړی، خو حاضردمه په افغانستان کې د اومو تېلو د تصفیې امکانات نه شته او افغانستان د خپلې اړتیا تېل له ترکمنستان، ایران او همداراز قرغیزستان څخه واردوي.

له قرغیزستان څخه د تېلو واردات په وروستیو کې پیل شوي او د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې تراوسه پورې له دغه هیواده نژدې ۵ میلیون لېتره تېل وارد شوي دي.

په همدې حال کې قزاقستان او ترکمنستان غواړي چې په هرات کې د روسیې د تېلو لپاره یوه ستره زېرمه جوړه کړي. دا زېرمه به د ۱۰۰ میلیون ټنه تېلو ظرفیت لري.