طالبان: د بشري حقونو شورا راپور له پلویتوبه ډک دی
د طالبانو د وياند مرستيال د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پر وروستي راپور نيوکه وکړه او هغه يې يو طرفه او له اعتباره خالي وباله.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په افغانستان کښې د بشری حقوقو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا د وروستی رپوټ په غبرګون کښې دغه رپوټ له تعصبه ډک او د نه منلو وړ وباله.
هغه په دې باندې په تاکید سره چې کابل د دغه رپوټ صداقت نه تاییدوی، د افغانستان په اړه کیدونکو غونډو کښې د طالب استازیو د شتون غوښتنه وکړه.
فطرت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په وروستۍ غونډه کې وړاندې شوي وړاندیزونه یو اړخیز ړ او په افغانستان کښې موجود واقعیتونه نه بیانوي.
د طالبانو د ویاند مرستیال دا هم ادعا کړې، چې ملګرو ملتونو دې غونډې ته د طالبانو د استازو په نه بللو سره دوی ته له ځانه د دفاع فرصت نه دی ورکړی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په راپور کې چې د دې شورا په وروستۍ غونډه کې وړاندې شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه په پراخه سرغړونې ټینګار شوی دی.
دغه راپور پر طالبانو د بشري حقونو د اصولو د درناوي لپاره د لا زیاتو فشارونو غوښتنه هم کړې ده.