طالبانو په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152478-طالبانو_په_افغانستان_کې_د_فعالو_رسنیو_احصایې_اعلان_کړې
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې.
(last modified 2024-09-17T23:44:24+00:00 )
Sep 18, 2024 04:11 Asia/Kabul
  • طالبانو په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال په افغانستان کې د فعالو رسنیو احصایې اعلان کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال "مهاجر فراهي" وايي: اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۷۰ ویډیويي، غږیزې، چاپي او انلاین رسنۍ فعالې دي.

فراهي وويل، "ملي ګټو، شرعي اصولو او افغاني کلتور ته د درناوي" د دريو اصولو پر بنسټ رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکوي.

په تېرو ۳ کلونو کې په افغانستان کې یو شمېر رسنیو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

خو طالبان بیا وايي چې د رسنیو د فعالیت یواځینی محدودیت د افغانستان ملي ګټې او فرهنګ دی او د دې شرایطو په نظر کې نیولو سره به رسنۍ د فعالیت لپاره پوره ازادي ولري.