د افغانستان طالبانو او سیاسي شخصیتونو ډونالډ ټرامپ ته مبارکۍ ورکړي ده
(last modified Thu, 07 Nov 2024 09:48:26 GMT )
Nov 07, 2024 14:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو او سیاسي شخصیتونو ډونالډ ټرامپ ته مبارکۍ ورکړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو سرپرست حکومت او ځينو سياسي شخصيتونو ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د پايلو په تړاو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې سرپرست حکومت د امریکا له نوي حکومت سره د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د واقعبینانه ګامونو پورته کولو ته هیله من دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي؛ سرپرست حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې داسې پرمختګ  غواړي، چې ورسره د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياتوي؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د لومړۍ واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوې،چې ورسره شل کلن اشغال پای ته ورسېد.

د سرپرست حکومت په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې ټرامپ به د سيمې او نړۍ د روانو جګړو په ځانګړي توګه په غزه او لبنان کې د پای ته رسولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ايکس پاڼه ډونالډ ټرمپ ته ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلې ده.

ښاغلي کرزي د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا خلکو ته د "خوښۍ او دوامداره سوکالۍ هیله کړې.

په ورته وخت کې د سياسي چارو کارپوه عبدالجميل شيراني وايي،  د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو ښه کېدل د دواړو لورو ته ګټه رسولی شي.

د يادونې ده چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ریپبلیکن ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ لخوا د بریا له اعلان وروسته د نړۍ ځینو مشرانو هم نوموړي ته مبارکۍ ویلې دي.

 

ټیګونه