د اسراییلو د جګړې نوی وزیر یسرائیل کاتز څوک دی؟
(last modified Thu, 07 Nov 2024 08:04:15 GMT )
Nov 07, 2024 12:34 Asia/Kabul
  • د اسراییلو د جګړې نوی وزیر یسرائیل  کاتز څوک دی؟

پارس ټو ډی – د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په ماښام یوا ګالانت د جګړې له وزارت ګوښه کړ او پر ځای یې یسرائیل کاتس وټاکه.

یسرائیل  کاتس د ۱۹۵۵ کال د سپټمبر په ۲۱ مه زیږیدلی، په نړیوالو اړیکو کې د لیسانس سند او په زراعتي علومو کې د ماسټرۍ سند لري.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، افراطي  اسرائیلي سیاستوال له دې مخکې د اسرائیلو په رژیم کې د بهرنیو چارو د وزیر، د مالیې د وزیر، د ټرانسپورټ د وزیر، د کرنې د وزیر او د اطلاعاتو د وزیر په توګه کار کړی دی.

کاتس  د فلسطینیانواو  مقاومت د محور  په وړاندې د خپل سخت دریځ له امله، د اسراییلو سیاستوالو په منځ کې د افراطي سیاستوالو په کتګورۍ کې شامل دی .

هغه چې د فلسطین، ایران او حتی د ملګرو ملتونو پر ضد د دښمنانه څرګندونو له امله پیژندل کیږي، د ښارګیو جوړولو د دوام  ملاتړ کړی او تل یې د فلسطین د مسئلې د حل له نظر سره مخالفت ښودلی دی.

کاټس د ی ګالانت پر ځای د جګړې د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې د خپلو سختو دریځونو په دوام ادعا وکړه چې لومړیتوب یې د غزې له تړانګې د صهیونیسټي بندیانو راستنول او په لبنان کې د حماس او حزب الله له منځه وړل دي.

 

کلیدي ټکي :  یسرائیل کاتس، ، د اسراییلو ماتې، حماس او حزب الله

 

ټیګونه