د هیګ محکمې قاضیانو د طالبانو دوسیه له افغانستان څخه جلا کړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176304-د_هیګ_محکمې_قاضیانو_د_طالبانو_دوسیه_له_افغانستان_څخه_جلا_کړه
پارس ټوډې - د هیګ د نړیوالې  محکمې قاضیانو د طالبانو په اړه څېړنې په افغانستان کې د جنګي جرمونو له دوسیې څخه جلا کړې.
(last modified 2026-08-08T09:29:46+00:00 )
Aug 08, 2026 13:55 Asia/Kabul
  • د هیګ محکمې قاضیانو د طالبانو دوسیه له افغانستان څخه جلا کړه

پارس ټوډې - د هیګ د نړیوالې  محکمې قاضیانو د طالبانو په اړه څېړنې په افغانستان کې د جنګي جرمونو له دوسیې څخه جلا کړې.

د تسنیم خبري اژانس  د راپور له مخې، د هیګ نړیوالې جنائي محکمې د دویمې مقدماتي څانګې قاضیانو، څارنوالانو ته امر کړی چې که قانوني شرایط برابر وي، د طالبانو اړوندو تورونو په اړه خپلواکې څېړنې پیل کړي؛یوه داسې  پرېکړه چې دا دوسیه په افغانستان کې د محکمې له پراخو څېړنو څخه جلا کوي.

په راپور کې وئيل شوي دي،د  مېډل ایسټ اې  له خوا ترلاسه شوو قضائي اسنادو پر بنسټ، د دویمې مقدماتي څانګې درې‌کسیزې قضايي ډلې د جون میاشتې په نیمائي کې دغه غوښتنه د څارنوالۍ دفتر ته وړاندې کړې ده.

د افغانستان په اړه د نړیوالې جنائي محکمې لومړنۍ څېړنې، چې د پیل اجازت ئې په ۲۰۲۰ کال کې ورکړل شوې وه، له ۲۰۰۳ کال وروسته د جنګي جرمونو او بشریت پر ضد د جرمونو یو لړ تورونه رانغاړي. په دغو څېړنو کې د طالبانو او داعش خراسان څانګې  ترڅنګ، د افغانستان د پوځي ځواکونو، امریکايي ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې د کارکوونکو کړنې او جنګي جرمونه هم شامل دي.

قاضیانو په خپلې وروستۍ پرېکړې کې استدلال کړی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته، کله چې طالبان بېرته په افغانستان کې  واک ته ورسېدل، د هغوی اړوند تورونه د موضوع او ماهیت له پلوه له هغو کړنو سره چې د وسله‌والې جګړې په تړاو وې او د ۲۰۲۰ کال د څېړنو بنسټ ئې جوړاوه، په اساسي توګه توپیر لري.

د  هیګ محکمې څارنوالۍ هم د ۲۰۲۵ کال په جنورئ میاشت کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده  او د افغانستان د واکمنې ادارې د سترې محکمې د  مشر  عبدالحکیم حقاني  د نیولو د حکم د صادرېدو غوښتنه کړې وه. پر دغو دواړو چارواکو د جنسیتي ځورونې له لارې د بشریت پر ضد د جرمونو تور لګېدلی و.

نړیوالې جنایي محکمې څو میاشتې وروسته د طالبانو د دغو دواړو چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړل.