پزشکیان: زمونږ  وسلوالو مبارزانو   درسته نړۍ حیرانه کړې  ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176292-پزشکیان_زمونږ_وسلوالو_مبارزانو_درسته_نړۍ_حیرانه_کړې_ده
پارس‌ټوډې ــ د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د خلکو په ملاتړ او د ټولو برخو په همغږۍ کې په مېړانۍ دفاع سره ، د دښمن ټولې محاسبې ګډې وډې کړې.
(last modified 2026-08-08T08:40:58+00:00 )
Aug 08, 2026 13:08 Asia/Kabul
  • د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان
    د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان

پارس‌ټوډې ــ د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د خلکو په ملاتړ او د ټولو برخو په همغږۍ کې په مېړانۍ دفاع سره ، د دښمن ټولې محاسبې ګډې وډې کړې.

د پارس‌ټوډې  د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د جنګ  پیلونکی نه و، بلکې د مقابل لوري محاسبه دا وه چې د خپلې غوره کړې لارې په دوام سره به  د ایران د پاشل کېدو زمینه برابرولی  او په همدغو شرایطو کې خپلو موخو ته رسیدلی شي.

ډاکټرپزشکیان د ایران پر وړاندې د ترسره شویو بریدونو ماهیت ته په اشارې سره وویل: «امریکا په سیمې کې د مېشتو پوځي اډو په کارولو سره زمونږ  عمومی تأسیسات او مرکزونه په نښه کړي دي. دا پوښتنه مطرح کېږي چې د میناب ښوونځی د کوم هېواد له خوا په نښه شو؟ په مشخص ډول، د ځینو مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو له خوا. طبیعي ده چې مونږ دا وضعیت نه شو منلی، خو زمونږ تګلاره هم د دغو هېوادونو په نښه کول نه دي؛ بلکې زمونږ ځواب به هغو مرکزونو ته متوجه وي چې له هغو  پر مونږ برید کېږي.

هغه د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې امریکا د څه پر بنسټ باید په سیمې کې پوځي اډې جوړې کړي او هغه اسلامي هېوادونه وځپي چې له امریکا سره همغږي نه دي، ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله ځان د بهرنیو قدرتونو تابع نه ګڼي او د پرَدیو سلطه ردوي. مونږ پر هېڅ هېواد د زور زیاتي اراده نه لرو، خو د زور پر وړاندې  سر هم نه ټیټو.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د زړَورتیا په ستاینې کې د هغوی سرښندنې د داسې صحنې رامنځته کوونکې وبللې چې نړۍ ئې حیرانه کړه، او دغه بریاوې ئې د ایران د خلکو د بې‌ساري ملاتړ پایلې وبللې.