افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154732-افغانستان_کې_۲۴_میلیونه_وګړي_مرستو_ته_اړتیا_لري
تهران راډیو ـ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې د نهه میلیونه ماشومانو په ګډون، شاوخوا څلرویشت میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري. 
(last modified 2024-11-28T08:04:00+00:00 )
Nov 28, 2024 12:32 Asia/Kabul
  • افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري

تهران راډیو ـ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې د نهه میلیونه ماشومانو په ګډون، شاوخوا څلرویشت میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري. 

په دغه راپور کې شخړې، رېښې لرونکې بې وزلۍ، د خوراکي توکو نه خوندیتوب او د خوارځواکۍ لوړه کچه، دوامداره داخلي بې ځایه کېدل، د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، پرله پسې طبیعي آفات، د ساري ناروغیو خپرېدل، د اقلیمي بدلون اغیزې او سیاسي شرایط؛ په افغانستان کې د سخت بشري وضعیت د نورو عواملو په توګه یاد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر بشري فعالیتونو د طالبانو د امر باالمعروف قانون د اغیزو په اړه، د خوړو د نړیوال پروګرام وروستۍ موندنې ښيي چې، په افغانستان کې د بشري فعالیتونو د څارنې بهیر، په ځانګړي ډول په بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې مخ پر ځوړ روان دی.

افغانستان د نړۍ له هغو دوه ویشتو هېوادونو څخه دى، چې د لوږې له بحران سره مخ دى او په دغه هېواد کې دولس اعشاریه څلور ميليونه وګړي، د خوراکي توکو د نه خونديتوب په لوړه کچه کې شتون لري.