که اټومي بم هم وکارول شي، موږ په شریعت سوداګري نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155140-که_اټومي_بم_هم_وکارول_شي_موږ_په_شریعت_سوداګري_نه_کوو
تهران راډیو ـ په افغانستان کې د طالبانو رهبر په تازه څرګندونو کې ویلي: که پرې اټومي بم هم وکارول شي، بیا به هم په شریعت سوداګري ونکړي.
(last modified 2024-12-10T07:12:30+00:00 )
Dec 10, 2024 11:41 Asia/Kabul
  • که اټومي بم هم وکارول شي، موږ په شریعت سوداګري نه کوو

تهران راډیو ـ په افغانستان کې د طالبانو رهبر په تازه څرګندونو کې ویلي: که پرې اټومي بم هم وکارول شي، بیا به هم په شریعت سوداګري ونکړي.

د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده په کندهار کې له علماوو سره په خبرو کې د نړیوالې ټولنې فشارونو ته په اشارې سره ویلي: که دوی د مور بم پر ځای اتومي وسلې وکاروي، طالبان به نړیوالو غوښتنو ته تسلیم نه شي او د نړیوالو غوښتنو ته د تسلیمېدو پر ځای به مرګ ته ترجیح ورکړي.

هغه د دې په ټینګار سره چې طالبان خپلواک دي او د بهرنیو حکمونه نه مني، زیاته کړه: زه به له تاسو سره یو قدم هم نه ځم او نه به له تاسو سره اړیکه ونیسم. موږ به له تاسو سره شرعي تجارت ونه کړو، حتی که تاسو مور بمونه یا اټومي وسلې وکاروئ.

هغه د دې په ټینګار سره چې طالبان خپلواک دي او د بهرنیو حکمونه نه مني، زیاته کړه: (( زه به له تاسو سره یو قدم هم نه ځم او نه به له تاسو سره اړیکه ونیسم. موږ به له تاسو سره شرعي سوداګري ونه کړو، حتی که تاسو مور بمونه یا اټومي وسلې هم وکاروئ.

نوموړي ویلي: د ژوند او مرګ مالک خدای دی او موږ تاسو نړیوالې ټولنې ته په دې برخه کې ارزښت نه درکوو.