طالبانو ۷ نیول شوي ژورنالیستان له بنده ازاد کړل
Dec 23, 2024 15:01 Asia/Kabul
تهران راډیو ـ په افغانستان کې د رسنیو فعالان وایي، طالبانو په کابل کې د ارزو په نوم د یوه خصوصي تلویزیون ۷ کارکوونکي له نیول کېدو دوه اونۍ وروسته خوشي کړي.
په دغه هېواد کې د خبریالانو مرکز وایي، دغه کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ادارې له لورې په ضمانت خوشي شوي، خو یادې رسنۍ ته لا تر اوسه د فعالیت اجازه نده ورکړل شوې.
ویل کیږي، د نیول شویو ژورنالیستانو یوه محکمه په دوی له کوم جرم پرته پای ته رسیدلې، خو دویمې محکمې لپاره به هم حاضریږي.
ټیګونه