چین تر ټولو زیاتې سوداګریزې ویزې افغانانو ته ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156020-چین_تر_ټولو_زیاتې_سوداګریزې_ویزې_افغانانو_ته_ورکړي
تهران راډیو ـ په افغانستان کې د چین هېواد سفیر وایي، هېواد په تیر کال کې تر ټولو زیاتې سوداګریزې ویزې افغانانو ته ورکړي دي.
(last modified 2025-01-06T06:56:08+00:00 )
Jan 06, 2025 11:24 Asia/Kabul
  • چین تر ټولو زیاتې سوداګریزې ویزې افغانانو ته ورکړي

تهران راډیو ـ په افغانستان کې د چین هېواد سفیر وایي، هېواد په تیر کال کې تر ټولو زیاتې سوداګریزې ویزې افغانانو ته ورکړي دي.

ژائو شینګ، چې د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرسیتال ملا عبدالسلام حنیفي سره لیدنه کړې، زیاته کړې، په دغه ویزو کې سیاحتي او سوداګریزې ویزې شاملي دي، چې افغان سیلانیانو او سوداګرو ته ورکړل شوي دي.

د چین سفیر د دغه هېواد په کچه افغانانو ته تر ټولو د زیاتو ویزو ورکړه، د افغانستان او چین ترمنځ د ښو اړیکو بېلګه بللې ده.

نوموړي دغه راز له ګاونډيو هېوادونو څخه ايستل شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، په ځينو ولايتونو کې د سړو خونو د جوړولو او له افغانستان سره د کرنې، روغتيا او کانونو په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په دې کتنه کې حنفي هم د کډوالو په برخه کې د همکارۍ او په نړيوالو غونډو کې د افغانستان د دريځ د ملاتړ له امله د چين د اقداماتو قدرداني وکړه.