د ایران او د افغانستان د طالبانو چارواکو خبرې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156270-د_ایران_او_د_افغانستان_د_طالبانو_چارواکو_خبرې_کړي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست ښاغلي عليرضا بیګدلي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي او د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي نوراحمد آغا سره په جلا جلا توګه کتلي دي.
(last modified 2025-01-12T19:41:27+00:00 )
Jan 13, 2025 00:06 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان د طالبانو چارواکو خبرې کړي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست ښاغلي عليرضا بیګدلي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي او د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي نوراحمد آغا سره په جلا جلا توګه کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په دغه کتنه کې د ایران نوي سفیر ته په دنده کې د بریالیتوب ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د هغه د ماموریت په موده کې به د افغانستان او ایران سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لا پیاوړې شي.

همدا راز یې په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه، چې ایران ته د افغانانو د تګ راتګ او هلته د مهاجرینو د ستونزو د حل په لړ کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

د ایران سفیر ښاغلي بیګدلي له سیاسي معین سره د لیدنې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې له ګاونډي ورور هېواد افغانستان سره به یې د هېواد سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لا پراخې شي او له شته فرصتونو یې د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې په دوام او پراختیا ټینګار وکړ.

دغه راز د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي نوراحمد آغا په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره کتلي.

‏په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، بانکي اړیکو او برېښنایي بانکوالۍ د پراختیا په اړه بحث او خبرې اترې شوې دي.