افغانستان د امریکا د ملي امنیت نوي سلاکارمایک والټز ته مهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156506-افغانستان_د_امریکا_د_ملي_امنیت_نوي_سلاکارمایک_والټز_ته_مهم_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي چې افغانستان ورته ډېر مهم دی.
(last modified 2025-01-18T23:19:51+00:00 )
Jan 19, 2025 03:01 Asia/Kabul
  • افغانستان د امریکا د ملي امنیت نوي سلاکارمایک والټز ته مهم دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي چې افغانستان ورته ډېر مهم دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون راپور ورکړ والټز ټینګار کړی چې هغه نه غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې پېښه تکرار شي.

په راپور کې راغلي چې که څه هم هغه به افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیرته ستنیدو په لټه کې نه وي، خو  نه شي کولای چې په امریکا باندې بل برید ته په تمه وي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، والټز یادونه وکړه چې د امریکا د امنیت او ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره، باید د استخباراتي معلوماتو پر راټولو تمرکز وشي.

هغه د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ درلود.

هغه تر دې وړاندې په مرکو او کانګرس کې د طالبانو پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار کړی و.

والټز په خپل وروستي کتاب کې لیکلي: «که موږ د کندهار په څېر سیمو کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ونه کړو، نو دا جګړه به د امریکا کانزاس سیټي ته راورسیږي.»

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پرناوړه وتلو په نیوکې سره څرګنده کړې وه، چې د بګرام پوځي اډه باید ساتل شوې وای.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا د جنورۍ پر ۲۰مه، د خپلې لوړې مراسم ترسره کړي.

د وخت په تېرېدو سره به ولیدل شي چې د امریکا د نوي حکومت چلند به د طالبانو پر وړاندې څه ډول وي.