د اماراتو له مشر سره د افغانستان د دوو جګپوړو چارواکو کتنه
د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او داستخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، عربي متحده اماراتو ته سفر کړ
ی.د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، افغان پلاوي په دغه سفر کې یې دعربي متحده اماراتو له رئیس الدولة محمد بن زاید آل نهیان سره په يو لړ موضوعاتو خبرې کړي.ښاغلی مجاهد زياتوي چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ مسائل، سيمه یز ثبات، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینې نور مهم موضوعات تر بحث لاندې نيول شوي.
بلخوا د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سفر ښيي چې افغانستان یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د یو هیئت په مشرۍهغه هېواد ته سفر درلود او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او اقتصادي همکارۍ تر بحث لاندې نیول شوي و.ښاغلي حقاني تر دې مخکې هم متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره یې، د افغان بندیانو پر ازادولو او افغان وګړو ته د ویزې پر صادرولو خبرې کړې وې.